
روهي(نۍ/۱۸ د لړم)، په امریکا کې یو ۶۶ کلن بنجامین په نامه سړي ویلي چې د دې سزا وروسته له دې ختمه شوې چې څلور کاله وړاندې یې د یوې طبي ستونزې پر مهال د یو څه وخت لپاره زړه ودرېد. دې سړي په ۱۹۹۶ کال کې یو تن په وهلو ټکولو وژلی و او له کبله یې د عمري زندان سزا ورکړل شوې و . خو قاضیان دا ادعا سره له دې چې سمه ده رد کړې ده او دوی وایي هغسې چې نوموړي په خپله قضیه کې قانوني اسناد لاسلیک کړي داسې احتمال نشته چې هغه د مړ وي.