د دې وخت ده چې ناټو کې بدلونونه راشي

روهي(نۍ/۱۸ د لړم)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د برلین د دیوال د نړېدو په ۳۰ کلیزي لمانځلو په مراسمو کې جرمني ته وویل چې دې وضعیت ته په کتو سره چې نړۍ ورسره په اوسنۍ عصر کې مخامخ ده پکار ده چې په ناټو کې بدلونونه راشي. پمپيو وویل : له ۷۰ کالو وروسته ناټو بدلون او ودې ته اړتیا لري چې د ننیو واقعیتونو او ننیو چلنجونو سره مخ شي. دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې ناټو د یوه سازمان په توګه د فکري زوال سره مخامخ ده.