
سپین غر ادبي بهیر یارانو خپله دوه دېرشمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپینغر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه.
د غونډې مشري محمد صدیق خوږیاڼي کوله او د مېلمه څوکۍ استاد رحیم الله ارماني ته ځانګړې شوې وه.
د تېرې ناستې راپور چې راز خوږیاڼي لیکلی وو، محمد غوث نوري ولوست چې د ګډونوالو له خوا خوښ او په زړۀ پورې وارزول شو.
پیلیزه وینا د بهیر مشر محمد صدیق خوږیاڼي وکړه، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې د کمېټو پر جوړښت وغږېد او د ځینو بهیروالو د کتابونو پر چاپ یې ټینګار وکړ، خوږیاڼي زیاته کړه د بهیر فعالیتونه باید لا وغځېږي او یوازې تر اوونیزو ناستو محدود پاتې نۀ شي، کوښښ باید وکړو د بهیروالو تذکره، شعري غورچاڼ او ځینو بهیروالو شعري ټولګې چاپ او د مینهوالو تر ګوتو ورسوو.
لۀ مشاعري وروسته محمد غوث نوري د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو، هغۀ پۀ ټوله کې مشاعره ښه او پۀ زړۀ پورې و ارزوله او د هر ملګري پۀ اړه یې ځانګړې خبرې او سپارښتنې وکړې، د ځینو ملګرو د انتخاب او لوړ ذوق ستاینه یې وکړه، لۀ ترنم ویونکو یې غوښتنه وکړه چې باید د شعر تر پایه پۀ یوۀ طرز کې پاتې شي او هم یې د بل چا لۀ تقلیده منع کړل، د خپلې ځانګړې لارې او ښۀ شعر د انتخاب سپارښتنه یې ورته وکړه، نوري د خپلو خبرو پۀ پای کې لۀ ځینې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د ډېرو اوږدو شعرونو لۀ راوړلو دې ډډه وکړي، تر څو مشاعره ستړې کوونکې نۀ شي. یاده دې وي چې محمد غوث نوري ژمنه وکړه راتلونکې اوونۍ به خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي.