
روهي (نۍ/۱۸ د لړم)، نن شنبه د هندوستان ستر محکمه په اوتر پردیش ايالت کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د ایودا بابري جومات سيمې په اړه پرېکړه کوي.
ایودا سيمه چې مسلمانان په کې د بابري په نوم جومات او سلګونه کالونه پخوانی دی. هندوان وايي چې دغه ځای کې د دوی يو خدای (رام) زږېدلی وو او دغه ځای د دوی مالکيت او ورته مقدس دی.
د هندوستان ستر محکمه نن ورځ دا پرېکړه کوي، چې بابري جومات د مسلمانانو او که د هندوانو مالکيت وشمېرې. ښايي پرېکړه تاوتريخوالی جوړ کړي او په همدې پار په زرګونه پوليس په ياده سيمه او اوتر پردیش ايالت ځای پر ځای شوي دي.
مسلمانان او هندوان له لسيزو د بابري جومات پر سره وران دي. هندوانو له ۲۶ کاله وړاندې په ظالمانه ډول د بابري جومات شهيد کړ، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې يې غبرګونونه راپورته کړل او تر ۲۰۰۰ کسان په تاوتريخوالي کې ووژل شول.
لومړي وزير نرېندرا مودي هم له خلکو غوښتي دي چې په تاوتريخوالي لاس پورې نه کړي او هر ډول پرېکړه چې سترې محکمې وکړه، بايد چې ومنل شي.
په لسګونه کسان د سترې محکمې مخې ته راټول د پرېکړې انتظار کوي. ښايي په څو شيبو کې د هندوستان ستره محکمه خپله پرېکړه وړاندې کړي.