د ناټو په اړه د واشنګټن اندېښنې

روهي (نۍ/۱۸ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو اندېښنه ښوودلې ده، چې که چېرې ناټو بدلون ونه کړي، نو خپل اغېز به له لاسه ورکړي.

نوموړي دا څرګندونې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له هغه څرګندونو وروسته کړې دي، چې د ناټو د فکري زوال په اړه يې کړې وې.

مايک پمپيو ويلي، "که هیوادونه فکر کوي چې ناټو ته د منابعو له برابولو پرته او د خپلو ژمنو د پوره کولو پرته بیا هم کولای شي د هغې له امنیتي امتیازونو نه گټه واخلي دا خطر شته چې ناټو یو غیر موثر او بې کاره سازمان شي".

ناټو له نن کابو اوويا کاله وړاندې په ۱۹۴۹ز کال کې د پخواني شوري يووالي د کمونيستي ځواک سره د مبارزې په موخه جوړ او پوځي جوړښت دی.