
روهي (نۍ/۱۸ د لړم)، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل، چې د حکومت له مرکچي پلاوي يې غوښتي دي چې تش لاس بيا رانه شي او بل ځل دې د عمران خان استعفا ليک ځان سره راوړي.
مولانا فضل الرحمان وايي چې د عمران خان استازي او د حکومت مرکچي پلاوي غړي دوی ته ځي او راځي؛ خو زمونږ غوښتنه دا ده چې بايد لومړی وزير عمران له خپلې دندې استعغا ورکړي.
د پاکستان دفاع وزير او د حکومت د مرکچي پلاوي مشر پروېز خټک پارلمان کې له اپوزېسيون غوښتي دي، چې مولانا فضل الرحمن دې د خبرو لپاره پارلمان ته راشي. نوموړي زياته کړې، ''که مولانا وايي، چې دوی ساعت تېروي، نو موږ به هم ساعت تېر کړو او بیا به وګورو چې دوی څه کولای شي."
پاکستان کې يو شمېر سياسي ګوندونه د مذهبي او سياسي مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ سره راټول شوي دي او د لومړي وزير عمران خان د استعفا غوښتنه کوي.