د برلین ديوال نن ورځ نړول شوی وو

روهي (نۍ/۱۸ د لړم)، نن د نومبر په نهمه، جرمني کې د برلين ديوال د نړېدو دېرشمه کليزه ده. په ۱۹۸۹ز کال کې د نومبر په نهمه نېټه د بريلن ديوال ونړېد او جرمني يو هېواد شو.

دغه ديوال د سړې جګړې پر مهال په ۱۹۶۱ ز کال کې جوړ شو چې جرمني يې په دوه برخو سره جدا کړ. يواې خوا، د جرمني ډیموکراټیک جمهوريت او بلې خوا يې فدرال جرمني جوړ شو.

په ۱۹۸۹ کال کې په ختيځه اروپا کې د پولنډ او هنګري په ګډون تر یو شمېر پاڅونو وروسته، په ختيځ المان کې کورنۍ نارامي زیاته شوه او تر څو اوونیو دوامداره ناارامیو وروسته، د ۱۹۸۹ د نومبر مياشتې په نهمه نېټه د ختيځ جرمني دولت اعلان وکړ چې د دې هېواد اوسېدونکي کولای شي، لویديځ جرمني ته لاړ شي او د برندن بورګ او نورې دروازې يې پرانیستې.

جرمن وګړو هڅه کوله چې د دوی ترمنځ دغه اېستل شوې کرښه او ديوال له منځه يوسي، چې په دې پار يې قربانۍ هم ورکړې او له کالونو مبارزې وروسته يې د دغه ديوال د نړېدو بريا خپله کړه.