ساينس پوهانو موندلې چې د (آلزایمر) او غاښونو غورځېدو ترمنځ ژوره اړيکه شته 

آلزایمر  د حافظې او فکر د لاسه ورکولو  يوه شديده ناروغي ده، تر اوسه پورې يې د پېښېدو ځانګړي لاملونه نه دي موندل شوي، خو عمر او جنېټېک يې له لاملونو شمېرل کېږي. 

د آلزایمر ناروغۍ په اړه تازه څېړنو کې ډاکټرانو موندلې ده، چې دغه ناروغي د غاښونو غورځېدو او خرابېدو سره اړيکه لري او ناسالم غاښونو يې يو له لاملونو دي. 

په دې اړه جاپاني ساينس پوهانو څېړنې کړې او زياتوي چې د يو غاښ لوېدل او خرابېدل پر مغزو دومره اغېز کوي، لکه يو کس چې يو کال مخکې له خپل عمر زاړيږي. 

پايله دا چې د غاښونو په لوېدو سره د مغزو (هیپوکامپ) نومي برخه کوچنۍ کېږي او د آلزایمر ناروغۍ ته لار پرانيزي او د آلزایمر  يو له لاملونو، د غاښونو خرابېدل دي.