
روهي (جمعه/۱۷ د لړم)، د ايران دولتي رسنۍ ويلي دي چې په ماهشهر ښار کې د دغه هېواد هوايي مدافع پوځ يوه بهرنۍ بې پېلوټه الوتکه راغورځولې ده. حکومتي چارواکو ويلي چې ياده الوتکه بهرنۍ وه خو دا يې نه دي ويلي چې په کوم هېواد پوري يې اړه درلوده.
د ايران د خوزستان والي غلامرضا شریعتي د دغه پېښې د پخلي ترڅنګ ويلي دي چې پوځي ډلو د دغه الوتکې د لا پېژندنې په پار پلټنې پيل کړې دي.
د ياودنې ده چې په تېر جون میاشت کې هم د ایران سپاه پاسداران ډلې د امریکا د یوه بې پیلوټه الوتکې د غورځولو ويلي وو.