ايران کې د نننۍ زلزلې وروستۍ شمېرې

روهي (جمعه/۱۷ د لړم)، د ايران شمال لوېدېځې سيمې نن يو شديدې زلزلې چې ټکانونه يې پنځه اعشاريه نهه ریښتر وو، ولړزولې؛ ځاني او مالي تلفات يې رامنځ ته کړي دي.

دولتي چارواکي وايي چې زلزله نن سهار شااوخوا دوه بجې شوې، چې تر اوسه په کې شپږ کسان وژل شوي او تر ۳۱۲ نور ټپيان دي.

ايران کې شديد بارانونه هم اوري چې د مرستندويه او ژغورنکو ډلو چارې يې له ستونزو سره مخ کړې دي. دغه زلزلې ۴۰ کورنه هم ويجاړ کړي دي.