
روهي (جمعه/۱۷ د لړم)، د ايران په شمال لوېديځ کې يوې شديدې زلزلې چې د ریکتر په کچه پنځه عشاريه شپږ درجې وه ځاني او مالي تلفات پېښ کړي دي.
د تلفاتو لومړۍ شمېرې ښيي چې د دغه زلزلې په ټکانونو کې پنځه کسان وژل شوي، تر سلګونو نور ټپيان دي او همدا ډول ودانۍ لړزېدلي او ورانې شوې دي، چې مالي زيانونه يې ډېر دي.
ژغورونکې ډلې زلزلې ځپلو سيمو ته رسېدلې دي. تر اوسه ۴۰ کورونه ناست دي. چارواکي وايي چې ښايي د تلفاتو شمېرې له دې هم لوړې شي.