عربستان کې يوه بله فتوا: ښځې به هم کولی شي چې خپل خاوند ته طلاق ورکړي

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د لړم)، سعودي عربستان کې د عالمانو شورا د غړي شیخ عبدالله المنیع وروستۍ فتوا چې د ښځو د طلاق په اړه يې کړې ده، غبرګونونه راپورته کړي دي.

شیخ عبدالله المنیع ويلي دي چې که چېرې ښځه د کوژدې پر مهال پر خپل خاوند له واده وروسته د طلاق شرط ومني، نو بيا کولی شي چې له خاوند طلاق واخلي. دغه شيخ په فتوا کې ويلي دي چې دا ډوله مساله ژمنه ده چې پر مسلمان د ژمنې پوره کول لازم دي.

د نوموړي يادې فتوا په سعودي عربستان کې بيلا بيل غبرګونونه راپورته کړي دي. يو شمېر کسانو په ټوېټر او فېسبوک د دغه فتوا هرکلی کړی او يو شمېر نورو يې بيا مخالفت کړی دی.

سعودي عربستان په دې وروستيو څو کالونو کې ښځو ته ډېری ازادۍ او حقونه ورکړي دي، چې په لنډ تېر تاريخ کې بيساري شمېرل کيږي.