ماهره خان د مهاجرینو لپاره د ښه نیت سفیره وټاکل شوه

روهي( پنځه نۍ/۱۶ د لړم )، د پاکستانپېژندل شوې اداکارې مهراخان د ملګرو ملتونو د کډوالو ته د خیر رسونې لپاره د ښه نیت سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.
 
په ټولنیزو شبکو ( ټویټر ) کې ، د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ماهره خان یوه ویډیو اپلوډ کړې چې پکې هغه د ملګرو ملتونو د خولۍ په اغوستو کډوالو ماشومانو سره وخت تیروي.
 
همدا ډول پاکستان کې د ملګرو ملتونو دفتر هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې مونږ خوشحاله یو چې نن ورځ ماهره خان زموږ د ښه نیت سفیره ده.
 
د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیسیون په آسلام آباد کې د هیواد د خیر ښیګڼې سفیر ماهره خان په ویاړ مراسم ترسره کړل.
 
په مراسمو کې ، متخصص په رسمي ډول د ښه نیت سفیره اعلان کړه.