اردغان: راتلونکې اونۍ واشنګټن ته سفر کوي   

روهي( پنځه نۍ/۱۶ د لړم )، راتلونکې اوونۍ د ترکیې ولسمشر ( رجب طیب اردغان ) واشنګټن ته سفر وکړي.
 

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د دغو دواړو متحدینو ترمنځ په دې وروستیو کې د سوریې او له روسیې څخه د پرمختللو وسلو د پېرلو په اړه یو څه اختلاف رامنځ ته شوی دی.
 
دواړو مشرانو په ټیلفوني خبرو کې ومنله چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۳مه) به سره ګوري.
 
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دغه کتنه د ټرمپ په بلنه ترسره کیږي.
 
اردوغان مخکې خبرداری ورکړی و چې دی به د سوریې د کړکیچ او د امریکا د استازیو جرګې د هغه وروستي اقدام له امله چې یوه پیړۍ مخکې د عثماني خلافت لخوا د ارمنانو وژنه یې نسل وژنه بللې، د راپورته شویو اختلافاتو په خاطر د امریکا د کتنې پر لغوه کولو غور وکړي.
 
ټرمپ پر ټویټر له اردوغان سره ټیلفوني مکالمه ډېره ښه بللې او ویلي یې دي چې له هغه کوربه توب ته سترګې په لار دی.