
روهي( پنځه نۍ/۱۶ د لړم )، پاکستان کراچۍ ښار څخه پنجاب ته په لاره د نوي سعید آباد ته نیږدې په ملي لویه لاره د رکشې او د یو بس موټر ترمنځ ټکر شوی دی.
دغه ټکر په نتیجه کې ۱۱ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ دی.
د پاکستانیو رسنیو له قوله چېدغه ټکر کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۶ نور بیا ژوبل شوي دي.
د ژغورنې ډلې سمدلاسه د پیښې ځای ته رسیدلي او د پیښې قربانیان او ټپیان روغتون ته انتقال کړي چیرې چې ټپیان د درملنې لاندې دي.