
روهي( پنځه نۍ/۱۶ د لړم )، د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد د جمعیت علمای اسلام په مشرۍ د اپوزېسیون ګوندونو 'ازادۍ مارچ ' په نامه احتجاجي مظاهره د پلازمېنې اسلام اباد په پېښور موړ سیمه کې روانه ده.
محمود خان اڅکزی وايي، 'پر موږ تور پورې کېږي چې له پاکستان سره مینه نه کوو، خو دوی پر اساسي قانون ملنډې ووهلې، تر پښو یې لاندې کړ، په قبایلي سیمو کې یې زرګونه کسان ووژل، موږ ته باید وویل شي چې په پاکستاني پوځ کې د سندیانو، بلوڅانو او پښتنو ونډه څومره ده؟ موږ ته باید ځواب راکړل شي، خو کله چې داسې پوښتنې کېږي، موږ خاینان بلل کېږي، موږ باید پر وطن مین وبلل شو.
میا افتخار حسین وویل، 'توپان، باران یا سیلۍ مو مخه نه شي نیولای، ' چې په وینا یې ټول پاکستان پوهېږي چې دوی خپل منزل ته رسېدو او د جمهوریت په ژغورنه کې څومره جدي دي.
حسین وايي، ګوندي ملګري یې د ازادۍ مارچ له ګډونوالو سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او هغوی به یوازې نه پرېږدي.