ایران یو ځل بیا زورورې زلزلې ولړزوه

روهي( پنځه نۍ/۱۶ د لړم )، د ایران په سویل کې د هرمزګان د ولایت اړوند د روی در په ښار کې رامنځته شوې ده.
 
د تهران پوهنتون د زلزله پیژندنې مرکز ویلي دي چې دا زلزله په ځايي وخت د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو او لسو دقیقو د هرمزګان ولایت اړوند د روی در په ښار کې رامنځته شوې وه.
 
یاد شوي مرکز د زلزلې شدت د ریشتر په کچه ۵ عشاریه ۴ ښودلی دی.
 
ویل کیږي دا زلزله د مځکې لاندې په ۱۶ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده . پدې زلزله کې چاته ځاني او مالي زیان ندی اوښتی.