د تاجکستان چارواکي وایي : هغو داعشیانو چې د دوی پر پوستې برید کړی له افغانستانه ننوتي و

روهي(څلورنۍ/۱۵ د لړم)، تاجکستان چارواکو ویلي چې له افغانستان سره نږدې پر یوې امنیتي پوستې داعش وسلوالو برید کړی چې په پایله کې یو سرتېری او ۱۵ بریدګر وژل شوي دي . دوی وایي چې هغه کسانو چې برید ترسره کړی وو تور نقابونه یې اغوستي وو. داعش په دې اړه څه نه دي ویلي او تردې مهاله دا هم څرګنده نه ده چې تاجکستان دا ادعا څنګه کړې ده له بلې خوا د تاجکستان ملي امنیت بیا وایي چې دغه بریدګر له افغانستانه د تاجکستان پر پولي اوښتي وو. داعش تر ډېره د افغانستان په ختیځ کې فعالیت لري چې وروسته له دېرو عملیاتونو دوی وایي چې له ډېریو سیمو یې شړلي دي.