ترکیې دا ادعا کړې چې د البغدادي میرمن،خور او اوښی یې نیولي

روهي(څلورنۍ/۱۵ د لړم)، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان نن د خبرو پر مهال دا ویلي چې داعش وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي یوه میرمن ،اوښی او خور یې نیولې ده. د ترکیې ولسمشر په لومړي ځل د دې خبرې په هکله جزییات وړاندې کړل او وایي چې امریکا د دې خبر په خپرېدو چې البغدادي یې وژلی یوازې کمپاین پیل کړ خو مونږ برعکس د لومړي ځل لپاره دا خبره کوو چې د البغدادي میرمن سره دې خور او اوښی مو نیولي دي. البغدادي تېره میاشت د سوریې په شمال کې پر خپل مېشت ځای کې د امریکا ځانګړو ځواکونو له عملیات وروسته په یوه تونل کې ځان ووژه او له البغدادي وروسته ابوابراهیم الهاشمي د داعش مشر وټاکل شو.