
روهي( څلورنۍ/۱۵د لړم)، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د امن د سیمې په توګه په ټاکل شوې سیمه کې اوس هم ترهګر شتون لري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د امن د سیمې په توګه په ټاکل شوې سیمه کې اوس هم ترهګر شتون لري.
ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند عمومي مشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وکړې.
ولسمشر اردوغان په خپلو څرګندونو کې د سوریې په شمال کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د پیل شوو سولې چینې عملیاتو نه په یادونې سره وویل « ترکیې هغه برخو ته چې د ترهګرو سازمانونو لخوا يي زمونږ د محاصره کولو پلان جوړ کړی وو د نوموړو د ځالو او ریښو د وچولو او د هغوې د شومو پلانونو د شنډولو سره ډیر ښه ځواب ورکړ.
لویدیځه نړۍ لکه څرنګه چې په تیرو کې د اسالا ترهګرې ډلې په کړنو او ترهګریزو فعالیتونو سترګې پټې کړې او غوږونه ټپ کړي وو نن ورځ يي د پ ک ک ترهګري سازمان او د څانګو په ترهګریزو فعالیتونو سترګې پټې کړي او غوږونه ټپ کړي دي. ځکه چې دوې د ترهګرو سازمانونو نه د دستمال او لاس د الې په توګه کار اخلي.