
روهي( څلورنۍ/۱۵ د لړم )، د اتريش په رانک وايت کي يوه ۶۹ کلن متقاعد له هغه وروسته مړ شو چي د دوو تنکيو ځوانانو سره يي شخړه وکړه. لکه څنګه چي پوليسو پرون ورځ خبر ورکړ، نوموړي کس د زړه د دريدو له امله ساه ورکړې ده.
د پوليسو له قوله دوو هلکانو چي عمرونه يي ۱۲ او ۱۳ کلونو ته رسېدل، د شنبې په ورځ د سپورت په يوه ميدان کي نوموړي سړي د لوبو په يوې تفنګچې سره تهديد کړ. وروسته دغه سړي يوه ډبره او د لرګيو دوې ټوټې پر دغو هلکانو ور غورځولي او هغوی هم بيرته پر سړي وروار کړې.
خو دغه سړی بې له دې چي يا ډبره يا لګری پرې ولگيږي لوېدلی او مړ شوی دی. د جسد تر څيړني وروسته کارپوهان دې نتيجې ته ورسيدل چي دغه ډول وارخطايي د هغه له پاره تر حده زياته وه. هغه ځای پر ځای ساه ورکړې ده.