روهي( څلورنۍ/۱۵ د لړم )، د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د هیواد اټومي انرژۍ سازمان ته د سبا نه په اعتبار سره ۱۰۴۴ سانتریفیوژونو ته د ګازو د تیرو د لړۍ د پيلولو هدایت وکړ.
روحاني دا څرګندونې په پلازمینه تهران کې جوړه شوې د ازادې نوښتګرۍ د فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
هغه وویل چې دا ګام يي ځکه اوچت کړ چې اروپايي ټولنې د ایران سره په کړو ژمنو او تعهدانو عمل ونکړ، کړې ژمنې پر ځای نکړې.
هغه وویل مونږ مخکې د مخکې نه ۴ جمع یو هیوادونو ته اعلان کوو چې دا ګامونه به د اټومي انرژۍ د اژانس تر نظارت لاندې اوچت کړو.
هغه په خپله وینا کې وویل لکه څرنګه چې مو په کراتو ویلي وو که چیرې مقابل لوری خپلې ژمنې عملي کړي مونږ کولای شو چې ددې ګام نه لاس په سر شو . یا يي لغوه کړو. که چیرې د اټومي تړون مقابل لوری په خپلو ژمنو عمل وکړي مونږ به هم د ۲۰۱۷ کال تعهداتو او ژمنو ته بیرته وګرځو.
وروستي