
روهي(درې نۍ/۱۴ د لړم)، د ایران ولسمشر حسن روحاني نن سه شنبې خبر ورکړی چې د فردو په اتومي بټۍ کې به سنټرفیژونو ته د ګازو رسولو بهیر پیلوي او له یورانیمو له ګازو سره به یو ځای شي. د امریکا چارواکي ویلي چې ایران دا کار د باج اخیستلو په موخې کړی ده او هڅه کوي چې د امتیاز اخیستلو په هدف د قرارداد اروپایي هیوادونه اندیښمن کړي. ایران له ۲۰۱۵ کاله پر دیخوا له قرارداده سرغړونه کړې خو د دې وروستي اقدام په مقابل کې یې د اټومي انرژي اژانس کوم غبرګون نه ده ښودلی . د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون ماښام له امریکا غږ سره په خبرو کې دا چې نویو سنټرفیوژونو پر وړاندې څه وشي وویل چې حالت به څارو او وبه ګورو څه کیږي.