په عراق کې پولیسو پر اعتراض کوونکو هوایي ډزې کړي چې په پایله کې درې تنه مړه او ۳۵ نور ټپیان دي

روهي(درې نۍ/ ۱۴د لړم)، د رویټرز خبري آژانس د چارواکو له خولې چې ويل شوي دي د دې لپاره چې پولیس لاریون کوونکي خواره واره کړي نو هوایي ډزې یې پرې کړي او په پایله کې درې مړه او ۳۵ تنه ټپیان شوي دي . د عراق په جنوب او ځینو نورو برخو کې له تېرو دوه اونیو څخه لاریونوونه روان دي چې مظاهره کوونکي د عراق لویې سیاسي ډلې او حکومت په فساد او خلکو ته په نه کار کولو تورن بولي. لاریون والو په سیاسي دفترونو چې د ایران سفارت په شمول بریدونه کړي او سوځولي یې دي او په همدې توګه د عراق ځینو برخو کې انټرنېټ خراب شوی او ځایي اوسیدونکي له ګڼو اسانتیاو له نشت سره مخ شوي.