په یونان کې هغه ۳۹ افغانان ونیول شول چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه اروپا ته لاړ شي

روهي(درې نۍ/۱۴ د لړم)، یونان کې هغه افغانان چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه د یونان ختیځ کې زانتي ښار ته تلل په لارۍ کې ونیول شول. پولیس وایي چې د دغو مهاجر څخه ۳۹ تنه افغانان دي او دوه تنه نور ایرانیان او د سوریې اوسېدونکي، پولیسو زیاته کړې چې دوی کې شپږ تنه داسې کسان دي چې عمرونه یې ډېر لږ دي او په ګیر شویو کسانو کې اته تنه د تنفسي ستونزو له کبله روغتون ته لېږدول شوي دي. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې له یو میلیونه ډېر مهاجر اروپا ته ننوتلي چې ډېری یې پکې د افغانستان ،عراق او سوریې هیوادونو وو.