ترکیه: د البغدادي خور مو نیولې ده

روهي( درې نۍ/۱۴ د لړم )، ترکیې ویلې چې د داعش ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي خور یې نیولې ده. چارواکو دغه نیونه د استخباراتو په برخه کې خورا مهمه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د دغې ډلې په هکله نور مالومات ترلاسه کړي.

د ترکیې د لوړپوړو چارواکو په وینا هیواد یې د ترهګرې ډلې داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي، مشره خور نیولې ده. د چارواکو په وینا ۶۵ کلنه رسمیه عواد د سوریې په شمال کې د اعزاز په سیمه کې د هغې د استوګنې پر یوه کانتر باندې د چاپې په ترڅ کې له خپلې کورنۍ سره نیول شوې ده. چارواکو ویلي دي چې دغه نیونه له استخباراتي اړخه ډیره مهمه ده.

یوه لوړپوړي ترکي چارواکي ویلي دي: هغه معلومات چې هغه یې د داعش په هکله لري، په ځانګړې توګه د دغه ډلې په هکله زموږ پوهه زیاتولی شي او موږ سره د نورو کسانو په نیولو کې مرسته کولی شي.

اعزاز هغه سرحدي سیمه ده چې د ترکیې له لوري اداره کیږي. دغه سیمه د سوریې متحدو ځواکونو رامنځ ته کړې وه چې د الفرات د ژغورنې د زون په نامه یادیږي.

د ترکیې د چارواکو په وینا رسمیه عواد د نیول کیدو پر مهال له خپل میړه، نږور او پنځو ماشومانو سره وه. زیاته شوې ده چې له بالغو کسانو تحقیقات کیږي.