عمران خان:له استعفا پرته داپوزېسسیون ټولې جائزې غوښتنې منم

روهي( درې نۍ/۱۴ د لړم )، عمران خان ویلي هغه له استعفا پرته د اپوزېسیون ګوندونو ټولو جائزو غوښتنو منلو ته تیار دی اؤ دمذاکراتو دپاره ټاکل شوې حکومتي کمیټه باید اپوزېسیون ته مثبت ځواب ورکړي.
 
داپوزېسیون سره خبرو دپاره ټاکل شوې حکومتي کمیټې د نهې په ورځ د ددفاع د وزیر پرویز خټک په مشرۍ عمران خان سره لیدلي اؤ هغه یې د اپوزېسیون ډلو دغوښتنو نه خبر کړی دی.
 
دجمعیت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ دپاکستان دیو شمیر اپوزېسیون ګوندونو په لګونو فعالین دامهال پلازمینه اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي اؤ د عمران خان نه د استعفا غوښتنه کوي.
 
حکومت اپوزیشن ګوندونو سره دمذاکراتو دپاره دپرویز خټک په مشرۍ یوه کمیټي ټاکلې چې دغه کمیټې پرون داپوزیشن ګوندونو رهبرکمیټې سره لیدلي وؤ‌ اؤ داحتجاج ختمولو دپاره یې دهغوئ غوښتنې اوریدلې وې.