د ترکیې لومړنی بحري ملي توغندی په بریالیتوب سره امتحان کړ

روهی( درې نۍ/۱۴ د لړم )، د ترکیې لومړنی بحري ملي توغندی اتماجا د د ټي سي جي قنالي ادا ملي کښتۍ سره په بریالیتوب سره امتحان کړ.
 
پداسې حال کې چې د دې ملي توغندي ازمایښتونه به دوام وکړي په ۲۰۲۰ کال کې به د ترکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شي.
 
د اتماجا بحري توغندی د اوږد واټن، په ډیره ټیټه کچه د مسیر ښودو او لوړ هدف د ویشتو په ټکنالوژۍ سمبال یو توغندی دی.

د اتماجا د توغندي سیستم د هوا په هر ډول شرایطو کې د استفادې وړ یو ډیر پرمختللی سرګلولې خاوند دی. د متقابلو تدابیرو په پر وړاندې د ځانګړې مقامت نه برښمند، د هدف د ابډیټ کولو، له سره د برید کولو او برید نه وروسته د برید د لغوه کولو په ځانګړتیاوو سمبال دی. دا توغندی د روتینګ د درې بودي سیستم په واسطه ثابت او د حرکت په حال کې د استفادې وړ دی.