روهي( درې نۍ/۱۴ د لړم )، د اندونیزیا د دیني چارو نوي وزیر( فخرالرازي ) له برقعې یا چادري سره مخالفت ښوولی دی. هغه ویلي چي برقع یا د مخ بشپړ پوښل به بند نه کړي خو ټینګار یې کړی دی چې په قرآن شریف کې د برقعې ذکر نه دی راغلی.
فخرالرازي دغه خبره د تیرې جمعې په ورځ (د نومبر میاشتې لومړۍ نیټه) خبري آژانس «جاکارتا گلوب» ته وکړه او زیاته یې کړه چې زما په نظر د ټول بدن پوښل په قرآن شریف او یا حدیث کي هیڅ اساس نه لري.
دغه پخواني جنرال وویل: د برقعې یا چادري په واسطه د ټول بدن پوښل هرومرو دا معنی نه لري چي یو څوک ډیر زیات معتقد دی او یا خدای (ج) ته ډیر نژدې دی.
د اندونیزیا د دیني چارو د نوي وزیر په نظر برقع د ترهګري اعمالو پر وخت یو امنیتي خطر هم دی: که څوک وغواړي چې له ما سره په بشپړ پوښلي مخ وویني نو زه به په اطمینان سره دا لیدنه رد کړم او ورته به ووایم: مهرباني وکړه ولاړه شه.
اندونیزیا چي په نړۍ کي د مسلمانانو ډیر لوی هیواد دی او له ډیره وخت راهیسې ورته د یوه معتدل او زغم لرونکي اسلامي هیواد په سترګه کتل کیدل.
وروستي