
روهي( درې نۍ/۱۴ د لړم )، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی ویلي، دا هېواد به هغه کس ته ۲۰ میلیون ډالر ور کړي چې د اېف بي ای د پخواني مامور رابرټ لوینسن موندلو کې مرسته وکړي.
لوینسن ۱۲ کاله مخکې ایران کې ورک شو، خو ایراني حکومت تل ویلي، چې د نوموړي له برخلیک خبر نه دي.
د لوینسن کورنۍ د دوشنبې په ورځ یوه بیان کې د ایران له حکومت وغوښتل چې نور یې له "یرغمل" لاس واخلي.
"دا کورنۍ او خپلوانو ته- چې ور سره مینه لري- د باب لوېنسن د ستنېدو د اهمیت په هکله زموږ د دولت څرګند پیغام دی. ایراني چارواکي باید هغه خپل هېواد ته ستون کړي".
له دې مخکې هم امریکا د ښاغلي لوینسن د موندلو لپاره جایزې ټاکلې وې.
د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې اېف بي ای یا د امریکا فدرالي پولیسو وویل، د داسې مالوماتو بدل کې یو میلیون ډالري جایزه ور کوي چې د رابرټ لوینسن د موندلو سبب شي.