روهي( درې نۍ/۱۴ د لړم )، له نن څخه څه باندې دوه نیمې پېړۍ( ۲۵۸ ) پخوا په کال ١٧٦١ کې د پاني پت درېم جنګ وشو چې د هند په تاریخ کې تر ټولو غټه او بې سارې جګړه یادېږي. د دې جګړې ګټونکی، د افغانستان پخوانی پاچا، احمد شاه ابدالي و.
دوه نیمې پېړۍ وروسته، په هند کې اوس هغه جګړه په یو سینمایي فلم کې ښودل کیږي چې په کې د احمد شاه بابا رول، سنجی دت ترسره کوي، او هغه هم په بالیووډ کې په سنجو بابا مشهور دی.
د فلم د جوړېدو چارې بشپړې شوي او تمه ده چې د ډسمبر پر ٦مه سینماوو کې نندارې ته وړاندې شي. خو په افغانانو کې دا اندېښنه راپیدا شوی چې "سنجو بابا" به د "احمدشاه بابا" رول څنگه ادا کړی وي، او فلم جوړوونکي، اشوتوش ګواریکر به تاریخ ته څه رنګ ورکړی وي؟
د تېرې یکشنبې په ورځ سنجی دت په خپل ټویټر د پاني پت فلم نوی پوسټر خپور کړ، چې هغه پکې د احمد شاه بابا په رول کې راڅرگند شوی. په دې نوي پوسټر کې، د احمد شاه ابدالي څهره، ډېره هېبتناکه ښودل شوې ده.
سنجی دت له دې پوسټر سره لیکلي: "احمد شاه ابدالي ـ چېرته چې یې سیوری خورېږي، هلته مرګ رانازلیږي."
که څه هم تر اوسه د فلم پوره قصه او څرنگوالی ندی معلوم، او نه یې حتی ټرېلر خپور شوی دی، خو بیا هم د بالیووډ وروستیو فلمونو ته په نظر سره چې په تاریخي کسانو باندې جوړ شوي دي، ځینو ته دا اندېښنې را پیدا کړي چې په دې فلم کې د احمد شاه ابدالي سپکاوی نه وي شوی.
وروستي