
روهي (دوه نۍ/۱۴ د لړم)، د پخواني شوري يووالي وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف خبرداری ورکړی دی، چې نننۍ پرمختللې نړۍ کې شته اتومي وسلې ستر ګواښ دی او نړۍ يې يوې ويرې کې اچولې ده.
ګورباچوف د خپلې واکمنۍ پر وخت د امريکا متحدو ايالتو د وخت ولسمشر رونالډ رېګن سره اټومي وسلو د مخنيوي په پار ډېرې ناستې او تړونونه لاسليک کړي وو.
میخایل ګورباچوف اوس مهال ۸۸ کلن چې د ده په واکمنۍ کې سړه جګړه پای ته ورسېده، شوري يووالی ړنګ شو او په دې سره په نړۍ کې کمونېزم بستر هم ټول شو.