پاکستان د هغو ډلو فعالیتونه نه دي محدود کړي چې افغان حکومت ته ګواښ ګڼل کیږي

روهي(دوه نۍ/۱۳ د لړم)، امریکا وایي پاکستان سره له دې چې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ننګه کوي خو د هغو ډلو فعالیتونو یې نه دي محدود کړي چې افغان او بهرنیو ځواکونو ته ګواښ کوي. دا خبرې د ترهګرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ذکر شوي او په راپور کې همدغه راز د پاکستان طالبانو یادونه هم شوې ده چې په پاکستان دننه په ترهګریزو بریدونو تورن دي. د افغانستان حکومت څو ځله د پاکستان حکومت له طالبانو سره په همکارۍ او روزلو تورن کړی خو پاکستان بیا دا خبرې رد کوي.