
روهي(دوه نۍ/۱۳د لړم)، د لاهور محکمې نن د نومبر په ۴ د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز په ضمانت خوشې کړه. مریم نواز د غیرقانوني پیسو د سپینولو په تور بندي شوې و او محکمې یې پاسپورت ضبط او ۴۵۰ زره ډالره ضمانت اخیستی ده . مریم نواز په داسې حال کې خوشې کیږي چې تېره سه شنبه محکمې ۶۹ کلن نواز شریف د روغتیایي حالت له وجې د دوه میاشتو لپاره یې دوسیه بنده کړه. نوازشریف درې دورې د پاکستان صدراعظم و خو په وروستي ځل په ۲۰۱۷ کال کې د محکمې لخوا ګوښه شو .