هغه هيوادونه چي دا وخت په کي لوی احتجاجونه روان دي   

روهي( دوه نۍ/۱۳ د لړم)، د خپلو حکومتونو پر لاریونونه په يوه هيواد کي نه بلکه د نړۍ په څو هيوادونو کي موجوده ده. دا چي دغولااریونونه په کومو هيوادونو کي لوی احتجاجونه راپارولي.
 
پاکستان

په پاکستان کي د جميعت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن، په مشرۍ د هيواد له بيلابیلو برخو څخه لاریون کوونکو ځانونه اسلام آباد ته رسولي دي. هغوی د لومړي وزير عمران، د استعفأ او د نوو ټاکنو تر سره کولو غوښتونکي دي. حکومت دغه غوښتنې رد کړي دي.
 
عراق

د عراق د بشري حقونو د عالي کميسيون په وينا په يوه مياشت کي په ټول هيواد کي تر دوه نيم سوو زيات انسانان وژل شوي او نژدې ۱۱ زره ټپیان شوي دي. زياته شوې چي اکثريت وژل شوي لاریون کوونکي دي.
 
لبنان

په لبنان هيواد کي احتجاج کوونکي وايي چي په حکومتي اداره او دولتي ادارو کي د «بې نظميو، اختلاس، خيشخوري» او نورو بې نظميو پر ضد احتجاج کوي. په دغو احتجاجونو کي په ظاهر کې داسي معلوميږي چي د بيلابیلو اديانو، مذهبونو او نورو طبقاتي فرقو سره تړاو لرونکو احتجاج کوونکو لاسونه سره ورکړي دي. دغه احتجاجونه د اکتوبر له منځ څخه پېل سوي دي.

همدا ډول چلي او هانګ کانک کې هم د خپلو حکومتونو په وړاندې لاریونونه روان دي.