
روهي( دوه نۍ/۱۳ د لړم )، د هند د پلازمېنې ډيلي مشر وزیر اروېند کجریوال وایی، د دې هېواد په شمالي برخو کې د هوا ککړتیا دومره ډېره شوې ده چې نوره د زغملو وړ نه ده. چارواکو له خلکو غوښتنه کړې ده چې د ځان ساتلو لپاره په کورونو کې پاتې شي.
پرون د یکشنبې پر ورځ د پلازمېنې ډيلي په ځینو برخو کې د هوا ککړتیا "خطرناکې کچې" ته ورسېده او شونې ده چې د دې ښار اوسېدونکو ته تنفسي ستونزې پیدا شي.
مشر وزیر کجریوال له مرکزي حکومت غوښتي چې دوی سره مرسته وکړي او د زهرجنې ککړتیا ستونزه حل کړي.
د دې چټلې هوا له کبله ښوونځي تړل شوي، تر ۳۰ هوایي الوتنې نورو ښارونو ته استول شوې دي او ودانیزې چارې درول شوې دي.
د ډيلي د روغتیا وزیر ستیندر جېن د دې ښار خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې سهار او ماښام ناوخته دې له کورونو بهر له فزیکي چارو یا ګرځېدو ډډه وکړي.
حکومت همدا ډول خلکو ته ویلي چې له کور بهر د ککړې هوا ضد ماسکونه یا پوزکۍ واغونځي، هغو سیمو ته دې نه ځي چې هوایي یې ډېره ککړه ده او د کورونو دروازې او کړکۍ دې بندې وساتي.