پر ولسمشر ټرمپ ملنډې وهل

روهي (يوه نۍ/۱۲ د لړم)، د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره ورځ هغه وخت د خلکو له غبرګون سره مخ شو، چې د رزمي سپورت يو سيالۍ ننداره يې کوله.

ټرمپ تېره ورځ نيويارک ښار کې د يوې سيالۍ ننداره کوله، چې هلته په دننه کېدو سره د خلکو د رېشخند او ملنډو له اوازونو سره مخ شو.

څو ورځې وړاندې نوموړی به واشنګټن کې د بېسبال نړیوالو لوبو په سیالیو کې هم د خلکو د ملنډو له غبرګون سره مخ شوی وو.