
د پیازو په اوبو مو ویښتان ښکلي کړئ! مونږ کولی شو د ډېرو ناروغیو درملنه په خپله وکړو، پرته له دې چې ډاکټر ته لاړ شو، یو له دې ناروغیو څخه د ویښتانو تویېدل دي ، او دا خو مونږ ټولو ته څرګنده ده چې ډېر وېښتان درلودل د ښځينه ، نارینه، ځوان او زوړ ارمان ده.ځکه ویښتان په جذابیت کې ډېر رول لري، او په هر عمر کې خلکو ته یو ځانګړې ښکلا وربښي. مونږ غواړو د ویښتانو د تویېدو پر عواملو او په حل لارو یې بحث وکړو، په انګلیسي کې ورتهhair loss د ويښتانو تویېدو ناروغۍ ته وایي ، او د دې ناروغۍ سببونه هم ډېر دي لکه: محیطي عوامل، اندیښنه او تشویش،نامنظم او غیر صحي خواړه،د ویښتانو شکل ورکولو بېلابېل واکسونه او جېلونه او ځينې درملونه هم شته چې د ویښتانو تویېدو لامل کیږي.دلته د پیازو د استعمال طریقه ښودل شوې ده چې د ویښتانو د تویېدو ډډه کوي او د ويښتانو لپاره خورا ډېره ښه درملنه ده. پیاز د بکتریا ضد خاصیت لري چې له همدې ځانګړنې له مخې کولی شي د ویښتانو ریښه له مکروبونو څخه وساتي او له بلې خوا په پیاز کې شته سلفر د ویښتانو فولیکونو د وینې جریان ته پرمختګ ورکوي . په لومړی سر کې یوه غوټه پیاز را اخلو او د جوسر په ماشین کې یې اچوو چې اوبه یې ښې ترې ووځي، او د پیازو په وتلې اوبو کې مالوچ راخلو او لمدو یې ، وروسته یې د وېښتانو په ریښې وهو .شل دېرش دقیقې یې پرېږدو او بیا یې په تړمو اوبو پریمنځو. دا کار دې په اونۍ کې دوه ځلي ترسره شي. لیکنه: مریم صدیقی