
د انسان ژوند پر اوبو بنا دی، او اوبه د خدای په پیدا کړي څیزونو کې یو هغه اړین څیز دی چې په نه شتون یې د انسان پرته ټولو موجوداتو ته د ژوند پر وړاندې خطر دی. په نوې او پرمختللې نړۍ کې دا اوس په اثبات رسېدلې ده چې له طبیعي بوټو او موجوده طبیعي شیانو سره مونږ د ډېرو هغو ناروغیو علاج کولی شو چې په درملنې او لسګونو نخسو نه شی کیدای، یو له هغه څخه د اوبو څښل دي چې په دې لیکنې به پرې خبرې وکړو. د جاپان د روغتیایي مرکزونو وروستۍ تجربې پر اساس دا ثابته شوې ده، چې لومړی څلور ګلاسه اوبه ښه چوش کړی شي و او بیا وروسته یې یو څه اندازه سړې کړو چې نه ډېرې تودې وي ، چې معده مو پرې وسوزی او نه یخې غونتې وي، او دا اوبه سهار وختي چې له خوبه راویښ شو وڅښو ، او تر ۴۵ دقیقو پورې هېڅ شی ونه خورو نو د دې لاندې مرضونو لپاره به ګټه ولري: ۱ـ د وینې غوړ ناروغۍ لپاره ، که چېرې ۴ میاشتې په منظمه توګه وڅښو. ۲- شدید سر درد لپاره ۳ـ تنفسی ستونزو لپاره ۴ـ د زړه ناروغۍ لپاره ښه درملنه ده ۵ـ د معدې ناروغۍ لپاره ډېره ښه نخسه ګڼل کیږی ۶ـ د ویني فشار مرض ۷ـ فالج ناروغۍ ۸- شکر ناروغۍ ۹ـ کم خونۍ ناروغۍ ۱۰ـ د مخ پوستکي ښکلا لپاره لیکنه: مریم صدیقي