کولمبیا: لومړۍ همجنس بازه ښځه ښارواله وټاکل شوه   

روهي( یوه نۍ/۱۲ د لړم )، د سویلي امریکا هیواد کولمبیا پلازمینه بوګوټا کې د لومړي ځل لپاره یوه همجنس ښځه ښارواله وټاکل شوه.
 
بوګوټا د نړۍ ترټولو ګڼ میشته ښارونو څخه شمیرل کیږي او په عمومي ډول باور کیږي چې هغه سیاستوال چې د دې ښار ښاروال کیږي په راتلونکي کې د دولت مشر کیدو لپاره ترټولو غوره شخص کیږي.
 
د CNN په وینا ، ۴۹ کلنه کلاډیا لوپز د کولمبیا پلازمینه بوګوټا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره وټاکل شوه.
 
کلاډیا لوپز د تیر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشرۍ معاونیت هم وه او دمخه سناتوره وه.
 
کلاډیا لوپز چې له ۱۹۹۰ مو کلونو مخکې په سیاست کې راغلې وه ، له مینځنۍ طبقې سره تړاو لري او د رڼا زړه لرونکی سیاستواله ګڼل کیږي.
 

سیاست ته له ننوتلو دمخه ، کلاډیا لوپز په بیلابیلو برخو کې کار کاوه ، د کورني کارموندنې په شمول ، او په سیاسي علومو کې یې پی ایچ ډي ترلاسه کړې ده.
 

د کلاوډیا لوپز د ښاروال کیدو امکان چانس ډیر کړی چې هغه به په راتلونکي کې د کولمبیا ولسمشر کیدو لپاره غوره شي.
 
په زړه پورې خبره دا ده چې د کولمبیا ډیری نفوس له سخت دریځه مذهبي خلکو څخه جوړ دی ، او کاتولیک عیسویان د همجنسبازۍ په ګډون د عقل او روشنفکرۍ سخت مخالفت کوي.
 
په هرصورت ، کلاډیا لوپز د کاتولیک عیسویانو د نفوس لومړۍ ښځینه ښاروال په انتخاب کې بریالی شوه.
 
کلاډیا لوپز وکولی شو د خپل سیال نارینه سیاستمدار په پرتله ۴ سلنه ډیرې رایې ترلاسه کړي ، او د ګټلو وروسته یې خپله ښځینه همکار او پخوانۍ سناتوره ښکل کړه.
 
د کولمبیا هوښیارو سیاستوالانو او ټولنیزو مشرانو د کلاډیا لوپز د ښاروال په توګه د ټاکنو په ترسره کیدو خوښي څرګنده کړې ، او هیله لري چې هغه به د بوګوټا لپاره ښه ښارواله وي.