
روهي( یوه نۍ/۱۲ د لړم )، په داسې حال کې چې د دموکراټانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ اختلافاتو زور اخيستی، د ترمپ يوه تړل شوې دوسيه بيرته خلاصه شوې ده. د مولر څيړنيز رپوټ له مخې، ترمپ په ۲۰۱۶م کال کې غوښتل د دموکراټانو ايميلونو ته لاسرسی پيدا کړي.
رابرت مولر د امريکا متحده ايالاتو په وروستي انتخاباتو کې د روسيې د احتمالي مداخلې د ځانګړې دوسيې پلټونکی دی. د مولر د څيړنيز رپوټ د يوې برخې خپريدل ښيي چې د دونالد ترمپ انتخاباتي ټيم په ۲۰۱۶م کال کې هڅه کړې وه چې د دموکراټانو هغو ايميلونو ته لاسرسی پيدا کړي چې د افشا کونکې ويبپاڼې «ويکي ليکس» په اختيار کې وو. د ترمپ انتخاباتي ټيم هغه وخت هڅه کوله تر څو له دغې لارې خپلې انتخاباتې سيالې هېلري کلينټن ته ضربه ورکړي.
د «سي ان ان» خبري شبکې او د «بازفيد» خبري ویبپاڼې شکايت کړی وو تر څو د رابرت مولر څيړنو پورې اړوند اسناد دې خپاره شي. د هغوی شکايتونو اوس نتيجه ورکړې او دې سره د مولر د څيړنو يوه بله برخه خپره شوې ده.
د روان کال (۲۰۱۹) په مارچ مياشت کې د رابرت مولر د څيړنو نهايي رپوټ وړاندې کړل شو، خو د دغه رپوت ځينې برخې په علني توګه خپرې نه شوې.
کوم اسناد چې تازه خپاره شوي دي، په هغه کې د ترمپ د انتخاباتي ټيم مرستيال، ريک ګيټس، د مولر تحقيق کونکو همکارانو ته ويلي دي چې ترمپ، د هغه زوی او د انتخاباتي ټيم يو شمير نور چارواکي يې دې ته هيله مند ول تر څو په ۲۰۱۶م کال کې د دموکراټانو ايميلونه ژر تر ژره خپاره شي. په هغه وخت کې دغه ايميلونه د ويکي ليکس افشا کونکې ويبپاڼې په اختيار کې ول.