
روهي( یوه نۍ/۱۲ د لړم )، د سویلي کوریا د یونهاپ خبري اژانس د خبر له مخې د نوموړي هیواد یوې امبولانس چورلکې د هیواد د ختیځو سواحلو په سیمه کې سقوط کړی دی.
امبولانس د دوکدو په ټاپو کې یو ټپي روغتون ته د رسولو د شپې په ساعتونو کې سیمې ته تللی وو.
امبولانس چورلکه ټپي او د هغه ملګری د اخیستو نه وروسته د روغتون په لاره کې د نامعلوم لامل له امله لویدلې ده .
پدې پیښه کې د چورلکې د پیلوټ، روغتیايي پرسونل ، ټپي او د هغه د ملګري په ګډون ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
امبولانس چورلکه سمندر ته غورځیدلې ده . د پیښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې ډلې او یو زیات شمیر کښتۍ سیمې ته واستول شوې.
د ژغورنې د ډلې یو تن مسئول سونګ هو سیون ویلي دي اټکل شوی دی چې چورلکې د الوتنې نه دوه دقیقې وروسته سقوط کړی وي.