حکومت د لومړي وزير عمران خان استعفا رد کړه

روهي (نۍ/۱۱ د لړم)، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د اپوزېسيون هغه راپورنه رد کړل چې د لومړي وزير د استعفا غوښتنه يې کړې وه. حکومت وايي چې دوی تيار دي چې د اپوزېسيون غوښتنې واوري.

حکومت وايي چې دوی به د اپوزېسيون غوښتنو ته لاس رسی پيدا کړي، خو په هېڅ ډول د عمران خان د استعفا په اړه خبرې نه کوي.

د حکومت دفاع وزیر پروېز خټک خبرداری ورکړی دی چې پاکستان دومره کمزوری هېواد نه دی چې د يو څو زره کسانو په پار به يې حکومت سکوت کوي.

د پاکستان حکومت په داسې وخت کې د عمران خان د استعفا غوښتنه ردوي، چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ زرګوني لاريون اسلام اباد ته رسېدلی دی او هلته يې د اعتراض خيمې وهلې دي.