
د سترګو دید لپاره هوږه وخورئ د هوږې خوړل د ډېرو ناروغیو درملنې لامل کیږي، او همدا راز د خطرناکو ناروغیو مخه نیسي . که غواړئ چې وزن مو کم ،صحت مو روغ، د سترګو دید مو پیاوړی ،د وینې فشار مو عادي وي نو د هوږې خوړل پیل کړئ. د خوراک طریقه: څلور پلیه هوږه سپینه کړئ ، میده میده یې کړئ، او بیا یې ګرمو اوبو ته واچوې، دوه کاشوقې عسل یا شهت ورسره ګډ کړې او په کاشوغه یې ښه سره ولړۍ او هغه څخه وروسته یې په تش نس وڅښئ. دا طریقه هر سهار تر پنځلسو ورځو په پرلپسې ډول استعمال کړئ په دې سره به ستاسې معده پیاوړې شي او د وینې غوړ به مو عادي حالت ته راولي خو اړینه دا ده چې لس دقیقې وروسته ورپسې اوبه وڅښل شي. ګټې یې دا دي: ۱ـ د سترګو دید به مو روښانه کړي. ۲ـ اعصاب مو ارامه کوي. ۳ـ په بدن کې د هر ډول مکروبو مخه نیسي. ۴ـ د هډوکو دردونه به مو ورک کړي. ۵ـ تل مو ځوان او پیاوړې ساتي. ۶ـ د بدن عضلاتو ته قوت وربښي. ۷ـ د هغو کسانو لپاره چې ژر ژر ناروغه کیږي هم ښه درملنه ده. ۸ـ هغه کسان چې ژر ژر غوصه کیږي هوږه ورته ښه ده. ۹ـ هغه کسان چې خوب نه لري د هغو ورسره خوب پیدا کیږي. ۱۰ـ د هډوکو کمزورتیا مخه نیسي. لیکنه: مریم صدیقي