
روهي( ۱۱ د لړم )، برازيل د سيف الله المامون په نوم د انساني قاچاقبرانو يو مشر يې نيولی دی. چارواکو المامون د نړۍ يو تر ټولو ډير فعال انساني قاچاقبر بللی چې د افغانانو په ګډون يې د مختلفو هيوادونو اتباع امريکا ته قاچاق کول.
د رويترز خبري آژانس په حواله سيف الله المامون په بنګله ديش هيواد کې زيږيدلی دی چې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۳۱مه ) د برازيل فدرالي پوليسو له خوا د يوه عمليات په ترڅ کې ونيول شو.
د هغه په اړه ويل شوي چې د انساني قاچاقبرانو د يوې سترې ډلې غړی دی چې په لويه کچه يې د امريکا متحده ايالاتو ته انسانان قاچاق کوي.
دغه ډول ويل شوي چې پوليسو په ساو پاولو سيمه کې چيرته چې سيف الله المامون اوسيده او د برازيل په درو نورو ښارونو کې څو تنه نور هم نيولي دي. پوليسو له دې نه علاوه دغو کسانو پورې اړوند ۲۴ بانکي حسابونه هم کنګل کړي دي.
د المامون په اړه ويل شوی چې هغه شپږ کال مخکې د مهاجر په توګه برازيل ته داخل شوی وو او په بارس نومې سيمې کې اوسيده. بارس د ساو پاولو په ګاونډ کې پرته سيمه ده چې د ټولې د مهاجرو کور ګڼل کيږي.