
روهی( نۍ/۱۱ د لړم )، امریکا متحده ایالتونو دا ځل د ایران پر ساختماني سکتور او په عسکري برخو کې پر کاریدونکو ځینو توکو بندیزونه ولګول.
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د امریکا لخوا پر ایران به فشارونه او تحریمونه دوام وکړي. تهران به ددې تحریمونو سره لا زیات د فشار لاندې راوستل شي.
په بیان کې راغلي دي چې د ایران ساختماني سکتور چې د نوموړي هیواد د انقلاب ساتوونکو ځواکونو په لاس کې او یا تر کنټرول لاندې دی بندیزونه وضع کیږي.
پمپیو ویلي دي چې ددې سربیره د ایران د اتومي او بالستیک توغندیو په پروګرام کې په کاریدونکو ۴ توکو هم بندیزونه لګول کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې د ایران په ساختماني سکتور چې د انقلاب ساتونکو ځواکونو تر کنټرول او اغیزو لاندې دی بندیزونه وضع شي.