اوکراین: د اوکراین د ختیځ وضعیت په اړه وخت ټاکل روسیې پورې اړه لري   

روهي( نۍ/۱۱ د لړم )، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وادیم پریستایکو ویلي چې د هغه هېواد په ختیځ کې د وضعیت په اړه د څلور اړخیزې غونډې د وخت ټاکل په روسیې پورې تړاو لري.
 
په ورته وخت کې د اوکراین د دفاع وزیر اندرې زاهرودنیوک ویلي چې د پیترفسک له سیمې د ځواکونو د ایستلو بهیر ځنډوي.
 
دا بهیر باید د نومبر په څلورمه پیل شوی وای، خو د اوکراین د دفاع وزیر ویلي چې د روسیې پلویانو بېلتون غوښتونکو د چهارشنبې په ورځ د اوربند پر موافقه تېری کړی دی.