
روهي( نۍ۱۱ د لړم )، د روسیې فدراسیون سره د اکتوبر په ۲۲ مه نيټه په سوچي کې د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې ترکیې او روسیې ځواکونو د فرات سیند په ختیځو برخو کې لومړنۍ ګډه پلې ګزمه سرته ورسوله.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د ترکیې او روسیې ځواکونو د سولې چینې د عملیاتو د سیمې ختیځ لوري ته د بې پيلوټه الوتکو په ملګرتیا او د ۸ زغروالو موټرو سره لومړنۍ ګډه ګزمه سرته ورسوله.
په بیان کې راغلي دي چې د سوریې په شمال کې د تل ابیض په سیمه کې د پ ک ک / وای پ جي ترهګرې ډلې اړوند د بمونو جوړولو یوه فابریکه کشف او له منځه یوړل شوه. پدې فابریکه کې یو ټن امونیوم نترات هم نیول شوي دي. د سولې چینې د عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې څه باندې ۴۰۰ ماینونونه او بمونه او یو هم د چاویدونکو توکو نه بار موټر کشف او له منځه وړل شوي دي.