په امریکا کې د هالووین پر پارټۍ وسله وال برید شوی دی   

روهي( نۍ/۱۱ د لړم )، د امریکا په شمالي کالیفورونیا ایالت کې د کالج د زده کوونکو لخوا جوړه شوې د هالووین په پارټۍ د وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
 

ویل کیږي پیښه د پنجشنبې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د اوریندا په سیمه کې رامنځته شوې ده.
 

د سیمې د پولیسو مشر د پيښې پخلی کړی او ویلي دي چې پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ګن شمیر نور ټپيان دي.
 
د پولیسو مشر ویلي دي چې د پیښې په اړه لا زیات معلومات په لاس کې نشته.
 

پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي دي او د برید په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي.