اندونیزیا: د علماوو شورا غړی د ناروا جنسي اړيکو په جرم په عام محضر کې په درو ووهل شو

روهي (جمعه/۱۰ د لړم)، اندونيزيا کې يو کس چې د ځايي علماوو شورا غړی هم وو په دې جرم ۲۸ دروې ووهل شو چې له يو ميرمنې سره يې نامشروع اړيکه درلوده.

ياد کس مخلص بن محمد نوميږي چې د اندونیزیا په اچي سيمه کې د خپل عمل په سزا رسېدلی دی. هغه ښځه هم ۲۳ دروې وهل شوې ده چې له ده سره يې اړيکې وې.

حکومتي چارواکي وايي چې مخلص بن محمد به د علماوو ځايي شورا هم وشړل شي. دی او ياده ميرمن تېره مياشت پوليس د سمندر په غاړه د يو موټر دننه نېولې وو.